'وسله‌وال طالبان په کندهار کې د تاوتريخوالي کمولو ته ژمن نه‌دي'

په کندهار کې یو افغان پولیس.

د کندهار امنیتي چارواکي وایي وسله‌وال طالبان په کندهار ولایت کې د تاوتريخوالي کمولو ته ژمن نه‌دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د تاوتريخوالي د کمولو پرېکړه عملي کړې، خو طالبانو په همدې موده کې په معروف، ښورابک او شاه وليکوټ ولسوالیو کي پرله‌پسې سرغړونې کړي او د افغان ځواکونو پر کاروانونو يې حملې کړې دي.

ښاغلي بارکزي وویل: "افغان ځواکونه د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو د اصولو د ماتولو په صورت کې به خامخا غبرګون وښيي."