نړۍ کې د کرونا وایروس د خپرېدو وېره په زیاتېدو ده

کرونا وایروس په چین کې تر اوسه له ۲۶۰۰ زیات کسان وژلي.

په نړۍ کې د کرونا وایروس د خپرېدو په اړه وېره مخ په زیاتېدو ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران، ایټالیا او جنوبي کوریا په شمول یو شمېر هېوادونه د دې ناروغۍ چې په چین کې یې تر اوسه له ۲۶۰۰ زیات کسان وژلي د مهارولو هڅې کوي.

افغانستان، عراق، بحرین، کوېټ او عمان د دوشنبې په ورځ په دې هېوادونو کې د کرونا وایروس د لومړنیو مثبتو پېښو راپور ورکړ.

په دې ټولو پېښو کې هغه کسان ښکېل دي چې په وروستیو کې له ایران څخه دغلته ورغلي دي.

ایران له چین وروسته دوهم هېواد دی چې تر اوسه پورې په‌کې د کرونا وایروس له کبله تر نورو هېوادونو د ډېرو کسانو مړینه تأیید شوې ده.

د نړیوال روغتیايي سازمان رئیس تدروز ادهانوم ګبریاسوس د وایروس دې خپرېدو ته د نړیوالې وبا یا پنډمیک (pandemic) د اصطلاح د کارولو په وړاندې د احتیاط ټینګار کړی او ویلي دا ناروغي لا د نړیوالې وبا حد ته نه‌ده رسېدلې، خو په وینا یې باید ممکنې نړیوالې وبا لپاره د چمتووالي په اقداماتو لاس پورې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس په جنوا کې خبریالانو ته څرګندونو کې زیاته کړه، نړۍ په زیاته اندازه د نه‌کنټرولېدونکو مړینو له ګواښ سره مخ نه‌ده.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس وايي، په چین کې د کرونا وایروس خپرېدل د جنورۍ له ۲۳مې نېټې د فبرورۍ تر دوهمې نېټې اوج ته ورسېدل، خو له هغې راوروسته په کمېدو دی.