'ایران سره په سرحد کې دې د منتظرو مسافرینو لپاره اقدامات وشي'

د خبرپاڼې په وینا، سرحدي او امنیتي پولیس مکلف شوي چې د دې پرېکړو عملي کېدو کې د روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د کرونا وایروس د مخنیوي کاري کمېټې د دوشنبې په ورځ خپله لومړنۍ غونډه کې د افغانستان له روغتیا وزارت وغوښتل چې د ایران سره په سرحد کې د کرونا د کنټرول او مخنیوي اقدامات وکړي، څو د پولې دواړو غاړو ته منتظرو مسافرینو ته د سفر اجازه ورکړل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د مسافرت لړۍ دې د روغتیا نړیوال سازمان د صحي لارښوونو په نظر کې نیولو، د روغتیا وزارت د کنټرولي اقداماتو په تطبیق او د بهرنیو چارو وزارت سره په تفاهم مخته ولاړه شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د فوق‌العاده امنیتي غونډې د پرېکړې له مخې د کرونا وایروس د مخنیوي دې رامنځته شوې کمېټې همدارنګه پرېکړه کړې چې ټول هغه مسافر چې له داسې ساحو افغانستان ته سفر کوي چې په‌کې د کرونا وایروس ډېرې پېښې ثبت شوي وي او د روغتیا وزارت د مشخصاتو پر اساس د صحي قرنظین وړ وي، باید ژر تر ژره په ځانګړو شویو ساحو کې قرنطین شي.

د خبرپاڼې په وینا، سرحدي او امنیتي پولیس مکلف شوي چې د دې پرېکړو عملي کېدو کې د روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.