حامد کرزی او سیاف د روانو ټاکنیزو ناندریو د حل منځګړیتوب کوي

تېره ورځ ښاغلي کرزي او سیاف د رامنځته شویو جنجالونو په اړه خبرې هم کړې دي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په افغانستان کې د روانو ټاکنیزو ناندریو د حل منځګړیتوب کوي.

د حامد کرزي د دفتر مطبوعاتي مسئول یوسف سها ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ ښاغلي کرزي او سیاف د رامنځته شویو جنجالونو په اړه خبرې هم کړې دي.

په همدې حال کې اسلامي جمعیت ګوند د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره په کتنه کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو باطلېدل غوښتي دي.

دغه ګوند دغه‌راز ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو مخنیوی باید وشي.

ټاکل شوې د محمد اشرف غني د لوړې مراسم راتلونکې پنجشنبه ترسره شي.

بل لور ته د عبدالله عبدالله په مشرۍ "د ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون ویلي، د ښاغلي عبدالله د لوړې مراسمو ته هم چمتووالی روان دی.