ډونالد ټرمپ د هند احمد اباد ښار ته رسېدلی

ولسمشر ټرمپ او د هند صدراعظم نرېندرا مودي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند لوېدیځ کې پراته احمد اباد ښار ته رسېدلی دی.

هند چې د نړۍ په کچه پنځم لوی اقتصادي هېواد دی، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د مېرمنې ملانیا ټرمپ کوربه دی.

ښاغلی ټرمپ او د هند صدراعظم نرېندرا مودي د هند په یوه ستډیوم کې چې د نړۍ په کچه دوهم لوی ستډیوم دی، د یو لکو کسانو غونډې ته وینا وکړه.

ټرمپ وویل: "هند به ډېر ژر د نړۍ په کچه د متوسطې طبقې تر ټولو لوی میشت ځای شي، اټکل دا دی چې هند کې به بې وزلي په نژدې لس کلنه موده کې په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي."

له دې وینا وروسته به ښاغلی ټرمپ او مېرمن‌یې د هند شمال کې تاج محل ماڼۍ ته روان شوي دي.

ټرمپ به هند کې د خپل ۳۶ ساعته سفر پر مهال له دغه هېواد سره د پوځي هليکوپټرو او ممکن د میزائیلو د دفاعي سیستم د پلور تړون چې څو میلیارده ډالره ارزښت لري، اعلان کړي.