غني: بحران څخه د وتو لپاره متحد، منسجم او ملي ټیم ته اړتیا ده

ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د تاریخ په دې پړاو کې یوه متحد، منسجم او ملي ټیم ته اړتیا لري چې د ده په ټکو هېواد له ۴۰ کلن بحران څخه وباسي.

د ارګ خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن د هېواد له یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره په یوه غونډه کې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، محمد اشرف غني ویلي، د سولې ادرس د افغانستان اسلامي جمهوریت دی او له طالبانو سره د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی به محدود واکونه ولري.

هغه ویلي، له طالبانو سره د خبرو هدف د جګړې پای ته رسول دي او له طالبانو یې غوښتي چې د سولې په اړه باید نتیجې ته ورسېږي او د هېواد او ولس د خدمت لپاره د خلکو ارادې ته تسلیم شي.

افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی له مخکې جوړ کړی، خو تر اوسه‌یې نومونه په رسمي ډول نه‌دي اعلان کړي.