د ایران په پارلماني ټاکنو کې د تهران ۳۰ واړه څوکۍ تندلارو ګټلي

ایران کې د رأی ورکونې یو محل.

د ایران په پارلماني ټاکنو کې د تهران د برخې ۳۰ واړه څوکۍ تُندلارو کاندیدانو ګټلې دي.

د ایران د ۲۹۰ پارلماني څوکیو ټاکنې جمعه وشوې چې په‌کې اکثر کاندیدان د رژیم په تېره بیا د ایران د رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي له ملاتړ برخه‌من و.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا فضلي پرون وویل د هغو خلکو له ډلې چې د رأی ورکولو په شرایطو برابر و ۴۳ فیصدو یې رایه ورکړې او دا له اسلامي انقلاب ۱۹۷۹ راوروسته په ټاکنو کې د خلکو تر ټولو کم ګډون و.

فضلي د ایران شته ستونزو ته په پام په ټاکنو کې بیا هم د خلکو ګډون مناسب وباله.

هغه زیاته کړه: "موږ په کوم حالت کې چې دا انتخابات ترسره کړل په هېواد کې مو ډېرې پېښې شوي. په دې ورځو کې مو اقلیمي شرایط نامناسبه و، د کرونا وایروس بحث هم مطرح و."

په ایران کې په ټاکنو باندې د خلکو بې‌باوري د دې لامل شوې چې ډېر کم شمېر خلک رایه ورکړي.

زرګونه اصلاح غوښتونکي او منځلاري سږ کال پارلماني ټاکنو ته له کاندیداتورۍ منع کړای شوي و.

خلک تېر لړم میاشت کې د مظاهرو پر مهال د رژیم او رژیم‌پلوه ځواکونو له‌خوا د ملکیانو د وژلو، اقتصادي فشارونو او د رژيم د سرسخته چلند په خاطر په ټاکنو کې کم ګډون کړی و.