ټرمپ: که طالبان په خپله ژمنه عمل وکړي تړون به ورسره لاسلیک شي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي که د تاوتریخوالي د کمښت موده سمه کار ورکړي له طالبانو سره به تړون لاسلیک شي.

هغه ویلي خپل نوم به د دې تړون لاندې ولیکي.

ټرمپ یکشنبه هند ته تر سفر مخکې د ګڼو نورو موضوع‌ګانو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې او له طالبانو سره د تړون یادونه‌یې وکړه.

ښاغلي ټرمپ وویل چې طالبان له جګړو ستړي دي، تړون غواړي او امریکا هم د تړون په لټه کې ده.

د تاوتریخوالي د کمښت ۷ ورځنۍ پروسه له شنبې پيل شوې او نن‌یې درېیمه ورځ ده.

طالبانو ژمنه کړې چې په دې موده کې خپل بریدونه د پام وړ کموي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې شنبه او یکشنبه طالبانو په ارزګان، کندهار، بلخ، هلمند او کاپیسا کې پر افغان پوځیانو بریدونه کړي چې په‌کې پنځه افغان عسکر وژل شوي دي.