چارواکي: هرات کې د کرونا ويروس ۳ مشکوکې پېښې تائيد شوې

هغه ٣٦ کسان چې په وروستيو کې د ايران له قُم ښار څخه افغانستان ته راستانه شوي وو، د دوو اوونيو لپاره قرنطين شوي دي.

په هرات ولايت کې په کرونا ويروس د ۳ کسانو د اخته مشکوکې پېښې تائيد شوې دي.

د هرات د حوزوي روغتون د انتاني ناروغيو د څانګې مشر محمد ابراهيم بسيم نن ازادۍ راډيو ته وويل، دغه کسان په وروستيو کې له ايرانه راستانه شوي دي.

ښاغلي بسيم زياته کړه، دغه درې کسان د تشخيص لپاره کابل ته لېږل شوي، خو د معاينې نتايج يې لا معلوم نه دي.

بلخوا د هرات په اسلام کلا بندر کې د صحي مرکز مسوول نور احمد محمدي ويلي، هغه ٣٦ کسان چې په وروستيو کې د ايران له قُم ښار څخه راستانه شوي وو، د دوو اوونيو لپاره قرنطين شوي دي.

د ايران په قم ښار کې د کرونا ويروس د خپرېدو پېښې تر نورو سيمو زياتې وي.

کرونا ویروس لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې پیدا او په بیا د هغه هېواد نورو ښارونو او یو شمېر هېوادونو ته خپور شو.

د افغنستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار تېره ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي و چې د عامې روغتیا وزیر په دې اړه له بېلابېلو ارګانونو سره بیړنۍ غونډه کړې او روغتیايي ټيمونو ته یې دنده سپارلې چې جدې څارنه وکړي.

روغتیا پالان وايي،حکومت باید د نورو تدابیرو ترڅنګ د سرحد تړل هم د یو ممکنه اقدام په سترګه وګوري.

افغان حکومت تر دې مخکي اعلان کړی و چې د چین له ووهان ایالته افغان محصلین پلازمېنې کابل ته رالېږدوي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ ویلي چې، دوی په ایران کې د کرونا ویروس د پېښو له ثبتېدو وروسته یو ځل بیا په دې اړه غور کوي، څو دغه محصلین په خوندي ډول انتقال شي.

د راپورنو پر بنسټ ویل شوي چې تر اوسه له دېرشو په ډېرو هېوادونو کې خلک په دې ویروس اخته شوي دي.