ايراني چارواکو په وژونکي ويروس کرونا د دوو نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ، چې په دغه هېواد کې ورسره د مړو شمېر ٨ ته ورسېد.
دا له چين څخه بهر په دې ويروس چې رسماً کاويډ-١٩ بلل کېږي، د خلکو د مړينې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل شوى دى.
د روغتيا وزارت وياند کيانوش جهانپور نن په دولتي ټلويزيون کې په خبرو کې وويل، په ايران کې په کرونا ويروس ١٥ نور کسان هم اخته شوي، چې ورسره دغه شمېر ٤٣ ته ورسېد.
تر دې مخکې د مازندران ولايت د طبي علومو د پوهنتون رئيس عباس موسوي ويلي وو، په مړو کې هغه شخص هم شامل دى، چې په وروستيو کې له تهران څخه د مازندران ولايت مرکز تُنکابن ته په سفر تللى و.
د ايران د روغتيا وزارت پرون ويلي وو، چې په دغه هېواد کې د کرونا ويروس ٧٨٥ مشکوکې پېښې شته.
په چين کې چې اول دغه ويروس په کې خپور شو، تر اوسه تر ٢٣٠٠ زيات کسان مړه شوي دي.