ارګ: په نږدې ورځو کې د ولسمشر غني د لوړې مراسم ترسره کېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

تمه کېږي، په څو ورځو کې محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دوا خان مينه پال نن ازادۍ راډيو ته وويل ځانګړى کمېسيون به د دغو مراسمو د وخت او ځاى په اړه پرېکړه وکړي.

هغه زیاته کړه: "په نږدې ورځو کې د لوړې مراسم ترسره کېږي، د نېټې په اړه به يې کمېسيون خپله رسمي اعلان وکړي، دوى نن جلسه درلوده او د نېټې او ګډونوالو په اړه به يې له تاسو سره وروسته جزئيات شريک شي."

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره سې شنبه د سلواغې ٢٩مه اعلان وکړ، چې د دولت جوړونکې ډلې مشر محمد اشرف غني د ٥٠ اعشاريه ٦٤ فيصده رايو په خپلولو سره د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو ګټونکى دى.

د کمېسيون په حواله، د ثبات او همپالنې د ډلې مشر عبدالله عبدالله د ٣٩ اعشاريه ٥٢ فيصده رايو په ګټلو سره په دوهم کتار کې راغلى دى.

خو عبدالله عبدالله د انتخاباتو نتيجه نه ده منلې او ويلي يې دي، چې يو ټولشموله حکومت به جوړوي.