ایټالیا د کرونا ویروس له ګواښ سره مخامخ ده

د ایټالیا حکومت پرون وویل، هغو ښارونو ته تګ راتګ ډېر محدودوي چې د کرونا ویروس په کې دی.

د اروپا په کچه ایټالیا د کرونا ویروس له ډېر ګواښ سره مخامخ ده.

د راپورونو پر بنسټ تراوسه دوه کسان په ایټالیا کې د دې ویروس له امله مړه شوي او څه باندې ۵۰ تنه پرې اخته شوي دي.

د ایټالیا حکومت پرون وویل، هغو ښارونو ته تګ راتګ ډېر محدودوي چې د کرونا ویروس په کې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ وویل، په اروپا کې ایټالیا د کرونا تر ټولو ډېرې پېښې لري.

له دې ورهاخوا جرمني او فرانسه دوه نور اروپایي هېوادونه دي چې په یوه کې د کروناویروس ۱۶ او دویم هغه کې ۱۲ پيښې ثبت شوې دي.

په چین کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۷۶ زرو ته پورته شوی او له دې امله د مړو شویو شمېر هم تر دوه زره او درې سوو ۲۳۰۰ اوښتی دی.