د ننګرهار اوسېدونکي د جګړې درېدل او پر ولس رحم غواړي

ارشیف

د ننګرهار اوسېدونکي په افغان دولت او وسله مخالفینو غږ کوي چې په خپل ولس رحم وکړي او جنګ د تل لپاره ودروي.

د ننګرهار اوسېدونکي وایي، سوله او امن ورته تر هر څه ډېر ارزښت لري او په افغان دولت او وسله مخالفینو غږ کوي چې په خپل ولس رحم وکړي او جنګ د تل لپاره ودروي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې تېره شپه د دغه ښار اوسېدونکي ځوانان او فعالان، نن سهار د سولې د ولسي حرکت غړي او ورزشکاران د خوښیو په ځانګړو مراسمو کې راټول او د تاوتریخوالي د اوونۍ نمانځنه یې وکړه.

دوی وایي، د خوښیو د جشنونو هدف یې دا دی چې ولسونه د جګړې ښکېلې غاړې په دې پوه کړي چې ولس نور د جنګونو او وینې تویدنې زغم نه لري او د وروګلوۍ په فضا کې ارام ژوند غواړي.

د دې جشنونو ګډونوالو وویل، د تاوتریخوالي د کمښت له اوونۍ په ګټې اخیستې سولې ته لاره هواره او د دایمي اوربند هڅې دې ګړندۍ شي.

هغه زیاته کړه: "نوم مې ورالله نوراني د هډې اوسېدونکی، بېګا چې له اوربنده خبر شو ډېر زیات خوشاله شو، باور وکړئ لکه د لوی اختر ورځ چې وي، ځکه چې ټول افغانان د دې ورځې ډېر په ارمان وو، له جنګونو ستړي شوي یوو، پر طالبانو او نورو ورونو غږ کوو چې په سوله کې خیر دی او باید نور نړیوالو ته وښیوو چې افغانان سوله ښوښوونکي او د جرګو مرکو خلک دي، نو سوله دې وشي."

د ننګرهار اوسېدونکي وایي، خوښ دي چې افغان دولت او وسله والو طالبانو له لوري د تاوتریخوالي اوونۍ ویني او غواړي چې دواړه لوري دې نړۍ ته وښایي چې افغان له جنګه کرکه لري او تر چا ډېر سوله ښوښوونکي دي.

دی هیله مند دي چې د تاوتریخوالي دغه لړۍ به وغځېږي او د سولې او ورورګلوۍ ژوند ته به لاره پیدا شي.

هغه زیاتوي: "نوم مې ذبیح الله دی د ننګرهار د بهسودو اوسېدونکی، مونږ له اوربنده خوښ یوو، انشاالله چې سوله به راشي، مونږ نور د له جنګونو او وینې تویدنې ستړي یوو، نور جنګ نه غواړو، بیګا راهیسې چې د اوربند غږ شوی، ډېر خوشاله یوو، الله دې نور په افغانستان کې سوله راولي."

دا په داسې حال کې ده چې د یوه توافق له مخې د تېرې شپې له دولسو بجو څخه د فبرورۍ تر ۱۲مې د تاوتریخوالي د کمښت اونیزه پیل شوه چې له مخې به یې دولت او وسله وال طالبان پر یو بل د بریدونو، چاپو، چاودنو او د تاوتریخوالي په نورو مواردو کې کمښت راولي.

اخوا وسله والو طالبانو هم په یوه اعلامیه کې د دې ډلې ټول د فبرورۍ تر ۲۱مې له وسله وال فعالیته منعه کړي او ورڅخه یې غوښتي چې د خپلو مشرانو د امر اطاعت وکړي.

تر دې وړاندې به افغان حکومت او وسله والو طالبانو ډېری وخت یو بل ته د تلفاتو او زیانونو اوښتو په اړه اعلامې خپرولې خو له تېرې شپې راهیسې د تاوتریخوالي هېڅ کومه پېښه نه ده ترسره شوې.