طالبان: دا یو عام اوربند نه دی

ارشیف

وروسته له هغې چې د تاوتریخوالي د کمولو د اونۍ د پیل وروسته هم له ځینو ولایتونو څخه د وسله والو طالبانو د بریدونو راپورونه ورکړل شول، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي پیغام ټینګار کړی چې دا یو عام اوربند نه دی.

نوموړې ویلي: ”د توافقنامې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضاء په برابرولو کې د ټولو ولایاتو مرکزونه د قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او بهرنیوقواو مرکزونه شامل دي.“

د نوموړې په وینا له دې اخوا د دوی د وسله والو هر ډز او برید باید له شوې هوکړې سرغړاوی ونه بلل شي.

د بلخ په زارع د پکتیا په ځاځي اریوب او د ارزګان په چینارتو ولسوالۍ کې تېره شپه له ۱۲ بجو وروسته بریدونه او جګړې شوې چې په ارزګان کې د ځايي چارواکو په وینا دوه افغان پولیس وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروې امینې نن له غرمې مخکې ازادي راډیو ته وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه تر ډیره عملي شوې او د کوم لوی سرغړاوي راپور یې نه دی ترلاسه کړی.