ایران کې د کرونا ویروس خپرېدو افغانستان کې اندېښنې راپارولي

د ایران حکومت پرون د کرونا ویروس له امله د ۴ وګړو مړینه تائید کړه او ویې ویل چې ۱۸ تنه په دې ویروس اخته پېژندل شوي دي.

په ایران کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتوالي په افغانستان کې ګڼې اندېښنې راپارولي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه وګړي چې د ایران له قم څخه افغانستان ته رااوړي د ۱۴ ورځو لپاره قرطین کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن شنبې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، روغتیا وزیر پدې اړه له بیلابیلو ارګانونو سره بیړنۍ غونډه کړې او روغتیايي ټيمونو ته یې دنده سپارلې چې جدې څارنه وکړي.

هغه زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروزالدین فېروز په دې اړه بیړنۍ ناسته کړې او بېلابېلو سکټورونو سره یې خبرې کړي، ځکه پخوا چې چین کې دا ویروس خپور شوی و، افغانانو ډېر تګ راتګ نه درلوده خو ایران سره تګ راتګ ډېر دی اوپرېکړه وشوه چې په نیمروز، فراه او کندهار کې روغتیايي ټيمونه زیات شي."

کرونا ویروس د ډېسېمبر په میاشت کې د چین په ووهان کې پېدا او له هغه ځایه نورې نړۍ ته خپور شو.

د چین حکومت پرون وویل چې په دې ویروس ۱۱۸ نور اخته کسان هم مړه شوي دي.

د ایران حکومت پرون د کرونا ویروس له امله د ۴ وګړو مړینه تائید کړه او ویې ویل چې ۱۸ تنه په دې ویروس اخته پېژندل شوي دي.

په مجموع کې تر اوسه پورې ۲ زره ۱۱۸ تنه په کرونا ویروس مړه شوي دي.

په چین کې تر ۷۴ زره ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي.

دغه شان په ۳۰ نورو هېوادونو کې سلګونه کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عراق او کویټ له ایران سره خپل سرحدونه تړلي دي.

خو افغان حکومت وايي، تراوسه په دې برخه کې کومه پرېکړه نه ده شوې.

مخکې له دې د هرات یو شمېر سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي و چې په هرات کې د کرونا ویروس پېښه ثبت شوی خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او په خپله د هرات والي دا څرګندونې ردوي.

دې سره هممهاله افغان ډاکټر روح الله فیض وايي،حکومت باید د نورو تدابیرو ترڅنګ د سرحد تړل هم د یو ممکنه اقدام په سترګه وګوري.

هغه زیاته کړه: "د دي ویروس د مخنیوي لپاره تدابیر ډير اړین دي، سرحد باید وتړل شي، ځکه دا ویروس ایران ته هم رسېدلی او له دغه هېواد سره تګ راتګ ډير دی."

له دې ټولو سره افغان حکومت تر دې مخکي اعلان کړی و چې د چین له ووهان ایالته افغان محصلین پلازمېنې کابل ته رالېږدوي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دوی په ایران کې د کرونا ویروس د پېښو له ثبتېدو وروسته یو ځل بیا په دې اړه غور کوي، څو دغه محصلین په خوندي ډول انتقال شي.