کورنیو چارو وزارت: د سرغړونې په صورت کې له طالبانو سره پرېکنده عمل کوو

د افغانستان امنیتي ځواکونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونه وضعیت څاري او که چېرې وسله‌وال طالبان د تاوتریخوالي د کمېدو له پرېکړې سرغړونه کوي، پر ضد به یې پرېکنده عمل کېږي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو وخت د تېرې شپې له ۱۲ بجو پېل شو.

تر راتلونکې شنبې به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پر وسله‌والو طالبانو او وسله وال طالبان پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو حملې نه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې، مروې امینتي پرون ازادي راډیو ته وویل: "موږ د افغانستان له خلکو او خاورې د دفاع لپاره بشپړ تیاری لرو، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لازمې لارښوونې شوې او که چېرې طالبان پر خپله ژمنه عمل ونه کړي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې قاطعانه پر ضد اقدام کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې که چېرې د تاوتریخوالي د کمېدو پرېکړه په بریالتوب عملي شي، د فبرورۍ په ۲۹مه به له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

د موافقې د لاسلیک په ۱۰ ورځو کې به د افغانستان حکومت له طالبانو سره خبرې کوي چې یوه اساسي موضوع به یې دایمي اوربند وي.