د کابل او کندهار کې ۱۱ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال نیول شوي

ارشیف

د کابل او کندهار په هوايي ډګرونو کې ۱۱ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال ونیول شول.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادۍ راډیو ته وویل، شپږ تنه هغه مهال ونیول شول چې غوښتل يې څه د پاسه دوه کیلوګرامه هیرویین په خپلو خېټو کې د احمدشاه بابا هوايي ډګر له لارې هندوستان ته قاچاق کړي.

هغه زیاته کړه: "دې نیول شویو کسانو غوښتل چې د احمدشاه بابا هوايي ډګر له لارې نشه يي مواد هندوستان ته قاچاق کړي، دوی د کندهار پولیسو ونیول، له دوی سره دوه کیلو او (۴۹۰) ګرامه نشه يي مواد هم نيول شوي دي."

په یوه بله پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې پنځه کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې نږدې دوه کیلوګرامه هیرویین په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کړي.