بلخي: تېرو ۵ کلونو کې شااوخوا ۴ میلیونه په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوي

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو ۵ کلونو کې شااوخوا ۴ میلیونه کورنۍ د جګړې او اقتصادي ستونزو له امله بې‌ځایه شوي.

د دې وزارت وزیر سید حسین عالمي بلخي په کابل کې یوې غونډه ته وویل، د ۴ میلیونه کورني بې‌ځایه شویو څخه د شااوخوا ۲ میلیونو ستونزو ته په تېرو دوو کلنو کې رسېدنه شوې.

د ښاغلي بلخي په خبره، د افغانانو کورني بې‌ځایه کېدل او کډوالي اوس یوازې په افغانستان کې نه، بلکې د نړیوالو ډونرانو لپاره هم د پاملرنې وړ موضوع ده.

دغه وزارت د کورني بې‌ځایه شویو وګړو د ستونزو د حل لپاره په یو تګلاره کار پیل کړی.

د برابرې شوې تګلارې له مخې به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د بې‌ځایه شویو وګړو د بې‌ځایه کېدو څرنګوالی او د ستونزو څېړل تر بحث لاندې وي.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې هم تېره ورځ د افغان کډوالو سره د ۲۳ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی.