ننګرهار کې سږکال ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي

ارشیف

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو د تولید کچه د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو په خبره، سږکال په ننګرهار کې ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي چې لاملونه‌یې د شاتو د مچیو د روزنې د کاروبار ډېروالی، ښه هوا او چاپېریال دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د شاتو مچیو د برخې مسؤل شاه ولي ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل چې ننګرهار د شاتو د تولید او د مچیو د روزنې لپاره مناسبه هوا او ښه چاپېریال لري چې له امله‌یې پر نورو ولایتونو سربېره ان له پېښوره هم ورته د شاتو مچۍ انتقالېږي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي د شاتو د مچیو د روزنې کیفیت او د ظرفیتونو لوړوالی نور هغه لامولونه یادوي چې له مخې یې په سږني کال کې د تولیداتو کچه لوړه شوې ده.

تېر کال په ننګرهار کې نږدې ۳۰۰ ټنه شاته تولید شوي وو.

په ننګرهار کې د شاتو د مچیو روزونکي وایي چې د ننګرهار هوا په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې د شاتو د تولید لپاره مناسبه ده چې له همدې امله‌یې کاروباریان له نورو ځایونو ننګرهار ته راځي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د مسؤلینو په خبره، په دغه ولایت کې د شاتو د مچیو ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه د شاتو په تولید بوخت دي.

د شاتو د مچیو د کاروباریانو او روزونکو په خبره، د هېواد په کچه بهترین شات د شینشوبي بوټي د ګلونو د شیرې وي چې په ننګرهار کې ډېر پیدا کېږي.