دوستم د ټاکنو پایلو په تړاو د عبدالله عبدالله دریځ تائید کړ

عبدالرشید دوستم

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کېدو په برخه کې د عبدالله عبدالله د دریځ ملاتړ وکړ.

ښاغلي دوستم په جوزجان کې یوې غونډې ته وویل، د ټاکنو وروستۍ پایلې چې ترڅ کې یې محمد اشرف غني بریالی اعلان شوی، په رسمیت نه‌پېژني.

هغه زیاته کړه: "زه ستاسې د مشر په توګه، په ټول زړه او ځان د ډاکتر عبدالله د بېګاني اعلان ملاتړ کوم، موږ د ټاکنو تقلبي اعلان چې ټاکنیزه کودتا یې بولي، په رسمیت نه‌پېژنو."

عبدالرشید دوستم له دې وړاندې خبرداری ورکړی و که ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني بریالی اعلان کړي، دی به شمال کې موازې حکومت رامنځته کړي.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم مشر عبدالله عبدالله تېره شپه اعلان وکړ چې د دوی ټیم د ټاکنو ګټونکی دی.

دغو دریځونو له خلکو سره اندېښنې هم پيدا کړې دي.