عبدالله عبدالله د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي ممنوع‌الخروج کړي

د ولسمشرۍ ټاکنو وروستیو پایلو ته د عبدالله عبدالله غبرګون

د ملي یووالي حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله چې ټاکنو کې نه‌دی بریالی شوی، د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران، غړي او د دارالانشا رئیسان ممنوع‌الخروج اعلان کړي دي.

ښاغلي عبدالله په یوه لیکلي حکم کې له کورنیو چارو وزارته غوښتي چې دغو کسانو ته د سفر اجازه ورنه‌کړي او کنه هر ډول غفلت به‌یې له بل قانوني اقدام سره مخ شي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي یوازې عدلي او قضايي بنسټونه د هېواد د وګړو د ممنوع‌الخروج کولو صلاحیت لري.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي: "د قانون پر بنسټ یوازې لویه څارنوالۍ او ستره محکمه د هېواد د وګړو د ممنوع‌الخروج کولو صلاحیت لري، نو د کورنیو چارو وزارت هر اقدام به د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره شي."

ښاغلي عبدالله پرون وروسته تر دې چې ټاکنو کمېسیون د ده سر سخته سیال محمد اشرف غني منتخب ولسمشر اعلان کړ، د ټاکنو پایله رد او د خپل ټیم د بریا اعلان‌یې وکړ.

د ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلینو له دې وړاندې ویلي، خپلې پرېکړې د نافذه قوانینو او د خلکو د رایو پر بنسټ کوي او د هېڅ‌چا تر فشار لاندې نه‌دي.