ویسا: د ولسمشرۍ د پایلو اعلان، د بحران پای که پیل؟

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ تر ډېره د ولسمشریزو ټاکنو په نتایجو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، د ولسمشرۍ د پایلو اعلان، د بحران پای که پیل؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ولسمشرۍ د دوو ګټونکو په اعلان سره به د ولسمشرۍ د انتخاباتو بحران پای ومومي او که مخالفتونه به زور واخلي.

د سرمقالې په یو برخه کې راغلي، سره له دې چې تر اوسه د یوناما او سفارتونو په ګډون بهرنیانو د ولسمشرۍ د وروستیو پایلو په باب خپل نظر نه‌دی څرګند کړی او دا به د مصلحت په نوم د خپلو ګټو او طرحو په رڼا کې یو معجون پر افغان ولس وتپي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که اشرف غني او ټيم‌یې چې په وینا یې د ټپي مشروعیت سره د متنازعو انتخاباتو په پایله کې واک اخلي په هېڅ صورت به هېواد له بحران نه راونه‌ایستلی شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې اندېښنه ښودلې د دوو انتخاباتي ډلو ترمنځ اختلافات داسې مهال اوج ته رسېدلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې خپل اوج ته رسېدلي او ویل کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که چېرې د انتخاباتي ډلو ترمنځ اختلاف زیات شي او ستونزه له سوله‌ییزې لارې حل نه‌شي دا به د سولې په خبرو اترو هم خپل سیوری وغوړوي او حکومت به رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکړي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام سیاسي ډلې باید دغه حساس وضعیت درک کړي او داسې کار ونه‌کړي چې افغانستان خپلې تېرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي او ترورېستان د افغانستان په برخلیک حاکمیت وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې د افغان ولس د سترې بریا مبارکي ورکړې او لیکلي، په دې سره د ټاکنو اوږده او جنجالي لړۍ په بري سره پای ته ورسېده؟

وړاندې راغلي، اوس نو ولسمشر محمد اشرف غني ته په‌کار ده چې د ولس او نړیوالې ټولنې له دغه ملاتړه په مننې سره ټولې کړې ژمنې عملي کړي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د ملت او نړېوالې ټولنې غوښتنه هم همدغه ده چې نور د واک پر سر له چاسره سیاسي معامله ونه‌کړي.

په سرمقاله کې په نورو ټاکنیزو ډلو هم غږ شوی چې د ملت دغه انتخاب او رایو ته درناوی وکړي او په سړه سینه خپله ماتې ومني.