غني: سیاسي شرایط نوې بڼه غوره کوي او طالبان‌یې برخه ګرځي

Your browser doesn’t support HTML5

د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ پایلو د اعلان په اړه اشرف غني څرګندونې

د افغانستان منتخب ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د هېواد سیاسي شرایط نوې بڼه غوره کوي او طالبان د دې سیاسي بهیر برخه ګرځي.

ښاغلي غني چې پرون‌یې په ټاکنو کې د خپل ټیم د بریا په اړه غونډه کې خبرې کولې وویل، ژمن دی چې ټول افغانستان ته به سوله راولي.

ښاغلی غني وايي: "ټاکل شوې موږ په غیر معمولي چلند، جرأت، صراحت او فکر سره یوه نوي سیاسي چاپېریال ته ننوځو، اټکل دا دی چې د افغانستان کثرت‌پاله او پیاوړې ټولنه به طالبان جذب کړي، دا بهیر د مذاکراتو په نوم دی."

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې له طالبانو سره هره معامله به د خلکو له سترګو پټه نه‌پاتې کېږي.

هغه طالبان یو ځل بیا ټاکنو ته راوبلل او ترې ویې‌غوښتل چې د ټاکنو له لارې د قدرت د تمثیلېدو هڅه وکړي.

طالبانو بیا په ټاکنو کې د محمد اشرف غني بریا د ولس په سترګو کې "خاورې شیندل" بللي دي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د جعلي ټاکنو" په نتیجه کې د محمد اشرف غني بیا ټاکنه غیر قانوني او د سولې د روانې پروسې له محتوا سره په تضاد کې ده.