افغان حکومت د چین له ووهان ایالته افغان محصلین پلازمېنې کابل ته لېږدوي.
د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، دغه محصلین به د راتلونکې جمعې په ورځ د چین له ووهان ایالت نه کابل ته ولېږدول شي.
د دغې ادارې رئیس محمد قاسم وفاييزاده د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه د دې لېږد لپاره ځانګړې شوې ده.
ښاغلی وفاييزاده زیاتوي: "پرېکړه شوې چې هلته د اریانا افغان الوتکه لاړه شي، موږ دې کار لپاره خپل ټول چمتووالی لرو، نن اریانا خپل درخواست استوي د چین سفارت ته ترڅو د ځانګړي پرواز اجازه واخلي. موږ د جمعې ورځ پشنهاد کړې ده، نو انشاءالله د جمعې په ورځ دا پرواز ترسره کېږي."
ارشیف، له چینه تهران ته لېږدودونکي ایراني محصلین
ښاغلي وفاييزاده وویل، کوم محصلین چې کابل ته رالېږدول کېږي د حامد کرزي له هوايي ډګره به په امبولانسونو کې د کابل افغان-جاپان روغتون ته انتقال او تر ۱۴ ورځني قرنطین وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د چین په ووهان ایالت کې د ۴۲ افغان محصلینو د رالېږدولو په هدف ټولې تیارۍ بشپړې شوي او ان د روغتیا پالانو هغه ډله چې باید یاد هېواد ته سفر وکړي هم جوړه شوې ده.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه هېڅ کوم افغان محصل په کرونا ويروس نهدى اخته شوى.
په چین کې په کرونا ویروس اخته کسان روغتون د لېږدولو په حال کې.
دی وايي چې دغه انتقال په خوندي ډول ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم افغان حکومت د یادو محصلینو د رالېږدولو لپاره تیاری ښودلی و او ویلي وو چې د دغه محصلینو لپارهيې یوه ځانګړې الوتکه هم چارتر کړې ده، خو د نامعلومو دلایلو له امله دا چاره وځنډېده.
په ورته وخت کې په چين کې د افغانستان سفير جاوېد قایم ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، په چین کې يې د افغان محصلینو سره خبرې پیل کړي چې د خپل تګ او نهتګ په اړه خپله وروستۍ پرېکړه دوی ته ووايي چې د نوموړي په وینا د خبرو دا پروسه به د نن ورځې تر ماښامه پای ته ورسېږي.
په چین کې افغان سفیر جاوېد قایم
ښاغلی قایم زیاتوي: "موږ په داخل کې له محصلینو سره کار پیل کړی چې دوی موږ ته د تګ په اړه خپلې وروستۍ پرېکړې ووايي، دا پروسه نن ماښام پای ته رسېږي، دغهشان مو د چین د بهرنیو چارو وزارت ته هم مکتوب استولی دی چې موږ ته د پرواز اجازه راکړي، خو دا کار هم وخت ځکه نیسي چې باید له کابله موږ ته د پرواز ځانګړنې راواستول شي."
د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو پر بنسټ په چین کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر له ۷۰ زرو اوښتی دی.
په دې اړه نور: روغتیا نړیوال سازمان په چین کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تأیید کړد چین روغتیايي چارواکو ویلي چې د دغې ناروغۍ له امله تر دې دمه په یاد هيواد کې ۱۷۷۰ تنه مړه شوي دي.
له چینه بهر د نړۍ په ۲۵ هېوادونو کې هم په دغه وایروس د اخته ۶۹۴ مثبتو پېښو او د ۳ تنو د مړه کېدو راپورونه ترلاسه شوي دي.