چارواکي: کندهار او ارزګان کې ۶ وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

په کندهار او ارزګان کې له افغان ځواکونو سره په جګړو کې شپږو وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي ازادي رادیو ته وویل د ملا هارون د ګروپ دوه غړي تېره شپه د کندهار د میوند ولسوالۍ د جرخشک په سيمه کې وژل شوي دي او يو بل‌یې ټپي دی.

د اتل قول اردو ویاند همدراز وایي چې پرون له افغان ځواکونو سره په نښته کې د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په زرتاله سيمه کي هم يو وسله‌وال وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

ښاغلي علوي په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو زیانونو یادونه ونه‌کړه او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.