طالبان: له امریکا سره هوکړه د روانې میلادي میاشتې په پای کې لاسلیکېږي

قطر کې طالب او امریکايي مرکچي پلاوي د خبرو پر مهال- ارشیف-February 26, 2019

د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې د لاسلیک کېدو خبره په دې وروستیو ورځو کې ډېره توده شوې، خو هېڅ یوه لوري یې تر اوسه کره نېټه نه‌ده په ډاګه کړې.

د طالبانو او د امریکا ترمنځ یوه هوکړه به د روانې میلادي میاشتې په پای کې لاسلیک شي.

دا خبره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون دوشنبه «۱۳۹۸ کال د فبرورۍ ۲۹» د جرمني خبري اژانس ته په یوه لېږلي پیغام کې کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

ښاغلي شاهین ویلي چې د دغې هوکړې له مخې به له افغانستانه ټول بهرني سرتېري وځي او تر لاسلیک وروسته او د بین‌الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې به شاوخوا پنځه زره طالب بندیان خوشې کېږي.

امریکایي لوري تر اوسه په دې اړه او د کېدونکې هوکړې د نورو جزئیاتو په اړه رسنیو ته څرګندونې نه‌دي کړي، خو له طالبانو سره د هوکړې د لاسلیک لپاره‌یې شرط دا په ګوته کړی چې د یوې اوونۍ په موده کې به طالبان شخړې کموي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم پر دې مسئلې ټینګار کړی دی.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

ښاغلي اسپر چې د تېرې شنبې په ورځ د جرمني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل چې متحده ایالات به د اووه ورځنۍ مودې په پای کې پرېکړه وکړي چې ایا له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي کنه؟

تر دې مخکې هم تېر کال د دواړو لورو ترمنځ یوه هوکړه نږدې وه چې لاسلک شي، خو په کابل کې د طالبانو د یوه برید له امله د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه لغوه کړه.

په دې اړه چې د شخړو د کمېدو اووه ورځنۍ موده به له کله عملي کېږي، د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وړمه ورځ ازادي راډیو ته د هغې کره نېټه په ګوته نه‌کړه، خو ویې‌ویل چې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه وروستۍ شوې او د لاسلیک لپاره به‌یې یوه خوندي فضا رامنځته کېږي.

هغه دا هم وویل چې دواړه لوري به په دې هکله جلا اعلامیې خپروي چې په‌کې به د هوکړې د لاسلیک نېټه هم واضح شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې له طالبانو سره د امریکایي پلاوي د خبرو مشري کوي، پرون په دې اړه خوشبیني ښکاره او ویې‌ویل چې دی یوې احتمالي هوکړې ته د رسېدو لپاره پرمختګونو ته محتاطانه خوشبین دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

ښاغلي خلیل‌زاد زیاته کړه، متحده ایالاتو په امنیتي برخه کې له طالبانو ژمنې ترلاسه کړې دي.

ښاغلي شاهین د جرمني خبري اژانس ته په استولي پیغام کې هم دې مسئلې ته اشاره کړې او ویلي دي چې دوی به هېڅ‌چا ته اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد د برید لپاره کار واخلي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وایي که د سولې رامنځته شوی فرصت له لاسه وځي هېڅ افغان به مو ونه‌بخښي.

هغه دغه څرګندنې پرون د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو په اړه نړیوال کنفرانس کې وکړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

ګوترش وویل، افغانان له ۴۰ کلونو راهیسي په مختلفو ډولونو کړېږي او زیاته‌یې کړه چې ملګري ملتونه د افغان سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه زیاته کړه: "ملګري ملتونه چمتو دي چې د سولې په هرو ترسره کېدونکو خبرو په تېره بیا د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د روغې جوړې په پروسه کې برخه واخلي، د سولې دغه خبرې به طبعاً د مختلفو سازمانونو ملاتړ ته اړتیا ولري، ملګري ملتونه به بشپړ د افغانانو په اختیار کې وي، دا اداره به بشپړ د نورو لوبغاړو چې د سولې په پروسه کې ګډون کوي او هغه پیاوړي کوي، په اختیار کې وي، له بلې‌خوا دا هم واضح ده چې د ترورېزم په وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره دا بېخي حتمي ده چې د افغان اساسي لوبغاړو په منځ کې سوله وشي."

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې هېواد یې د افغان کډوالو په اړه د دوه ورځني نړیوال کنفرانس کوربه دی هم پرون ټینګار وکړ چې حکومت‌یې بشپړ د افغان سولې ملاتړ کوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان

که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ د کېدونکې هوکړې جزئیات تر اوسه نه‌دي رابرسېره شوي، خو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل‌یې یو عمده جز دی چې امریکایي جګپوړو چارواکو هم په دې وروستیو کې ورته اشاره کړې ده.

چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر به ۸۶۰۰ تنو ته راکم شي.

د افغانستان د چارو کتونکي بارنټ روبین څو ورځې مخکې د ازادي راډیو ګندهارا وېب‌پاڼې ته وویل چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د کېدونکې هوکړې له مخې به د ۱۳۵ ورځو په موده کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر دغه حد ته ورسېږي او د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې ترلاسه کېدو وروسته به بین‌الافغاني خبرې هم د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې پیل شي.