هانګ کانګ کې غلو د تشناب کاغذ غلا کړي

په چین کې د تشناب کاغذ

په چړو سمبالو غلو په هانګ کانګ کې د تشناب کاغذ یوه لویه پنډه غلا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ښار کې د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې په مارکېټونو کې د سودا اخیستل ستونزمن شوي او دکانداران هم نه‌شي کولای خلکو ته د اړتیا وړ توکي برابر کړي.

پولیسو ویلي، دغو درې غلو د ۲۶۰ ډالرو په ارزښت ۶۰۰ لولې کاغذ تشناب غلا کړي چې وروسته‌یې دوه کسان نیول شوي او غلا شوي توکي بېرته ترې اخیستل شوي دي.

په هانګ کانګ کې چې د کرونا وایروس ۵۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، خلک هڅه کوي چې د اړتیا وړ توکي لکه کاغذ تشناب، وریجې، په ډبیو کې ساتل شوي خواړه، وچ توکي او د لاس وینځلو مایع زېرمه کړي.

دغلته د مارچ تر نیمایي ښوونځي رخصت شوي او اکثره مأمورین له کورونو کار کوي.