په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر له ۷۱ زرو واوښت

په چین کې په کرونا وایروس اخته کسان

د نړۍ په کچه په کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۷۱ زرو نه واوښت.

یوازې په چین کې چې د دې وایروس سرچینه ده، ۷۰ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه ۱۷۷۰ کسان مړه شوي دي.

په چین کې وروستیو درېیو ورځو کې د کرونا وایروس خپرېدا کمه شوې وه، خو تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا ګراف بېرته پورته تللی او دې موده کې د څه باندې دوه زره مثبتو پېښو راپور ورکول شوی.

بل‌خوا جاپاني چارواکو په یوه قرنطین شوې بېړۍ کې په کرونا وایروس د ۷۰ نورو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړی دی.

په دې بېړۍ کې چې د جاپان ساحل ته نږدې قرنطین شوې ۳۷۰۰ عمله او مسافر سپاره دي. بېړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۵ ته ورسېد.