ګوترش: د افغانستان د سولې لپاره فرصت باید له لاسه ورنه‌کړو

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت باید له لاسه ونه‌وځي.

انتونيو ګوترش په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل نړیواله ټولنه، ګاونډیان او خپله افغان چارواکي باید له زړه کار وکړي چې سوله ټینګه شي.

هغه زیاته کړه: "د سولې اوسنی فرصت له لاسه نه‌شو ورکولی، موږ دا حق هم نه‌لرو چې دا موقع له لاسه ورکړو، که دا هدف ترلاسه نه‌شي، هېڅ افغان به موږ ونه‌بخښي. په اصل کې مهمه دا ده چې ټول افغان مشران او نړیواله ټولنه د امکان تر کچې کار وکړي چې سوله په واقعیت بدله کړي."

ګوترش په نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان کې له سولې وروسته پانګونه وکړي چې پرمختګ او د کډوالو بېرته ستنېدو ته زمینه برابره شي.

نوموړي د افغان کډوالو د کوربه‌توب په برخه کې د پاکستان (مهرباني) وستایله او ویې‌ویل چې دغه هېواد افغان کډوالو ته خپلې پولې او ان د کورونو دروازې پرانیستې دي.