د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رایو د یوې برخې بیاشمېرنه پیل کړې

ارشیف، د رایو شمېرنه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړې تطبیقوي او د رایو د یوې برخې بیا شمېرنه‌یې پیل کړې ده.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح سادات وروسته له هغه یکشنبه ماښام دا خبرې ازادي راډیو ته وکړې چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او هم‌پالنې' ټیم ویلي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو له نهايي کېدو پرته د رایو بیا شمېرل ورته د منلو وړ نه‌دی.

خو سادات وایي د رایو شمېرل روان دي.

هغه زیاته کړه: "د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رسماً له هغوی (د ثبات او هم‌پالنې ټیم) غوښتي چې خپل څارونکي راواستوي څو له دې پروسې څارنه وکړي. دا چې هغوی څارونکي نه‌را استوي او همکاري نه‌کوي کمېسیون د ټاکنېزو شکایتونو د کمېسیون د پرېکړو د تطبیق لپاره مکلفه ګرځول شوی او دا پروسه روانه ده."

یکشنبه د 'ثبات او هم‌پالنې' ټیم یوه مخکښ غړي فضل احمد معنوي خبري کنفرانس کې ویلي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د پرېکړو له نهايي کېدو پرته دوی ته د انتخاباتو د کمېسیون له‌خوا د رایو بیا شمېرنه د منلو نه‌ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په ۶مه شوي، خو لا یې وروستۍ پایله نه‌ده معلومه.

په لومړنۍ اعلان شوې پایله کې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني مخکښ دی او عبدالله عبدالله دوهم مقام لري.