انتونیو ګوتریش د افغان کډوالو د کوربه‌توب لپاره پاکستان وستایه

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه‌توب په خاطر پاکستان وستایه.

ګوتریش یکشنبه پاکستان ته ورسېد څو د کډوالو په برخه کې په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه: "د پاکستان خلکو د میلیونونه افغانانو کوربه‌توب کړی دی له هغوی سره‌یې ټول امکانات شریک کړي دي."

ګوتریش افغانستان ته له پاکستانه د افغان کډوالو په داوطلبانه ستنېدو ټينګار وکړ او د نړۍ په هېوادونو یې غږ وکړ چې له پاکستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي او کډوالۍ لکه څنګه چې پاکستان مدیریت کړې، اداره کړي.

پاکستان کې نن دوشنبه د افغان کډوالو د کوربه‌توب د ۴۰ کاله د پوره کېدو په مناسبت نړیوال کنفرانس دایرېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي او د افغانستان په شمول د نړۍ د څو هېوادونو چارواکي دغه کنفرانس ته ورغلي دي.

په پاکستان کې ۲ نیم میلیونه راجستر او غیر راجستر افغان کډوال اوسېږي.