قریشي: پاکستان د افغان سولې لپاره ښه اسانچاري کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي هېواد یې د افغان سولې لپاره ښه اسانچاري کړې او پاکستان ته اوس د دې مسئلې د حل د برخې په توګه کتل کېږي.

هغه دا خبره پرون په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړه.

هغه زیاته کړه: "موږ د سولې په پروسه کې کومې هڅې چې پاکستان د اسانچارۍ لپاره وکړې په هغو مو بحث وکړ او دوی یې هم تأییدوي. موږ نن د حل د برخې په توګه کتل کېږو یو وخت چې پاکستان ته د ستونزې د برخې په توګه کتل کېدل."

قریشي داسې وخت پاکستان د افغان سولې د پروسې ښه اسانچاری یادوي چې افغان حکومت‌یې لاهم له بشپړې همکارۍ ډاډه نه‌دی.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني وړمه ورځ د مونیخ امنیتي کنفرانس ته ویلي چې "پرېکړه لاهم پاکستان ته پاتې ده، افغانستان صادقانه بحث غواړي چې دوه اړخه لري، یو د طالبانو د پناه‌ځایونو بندول او دوهم د سیمه‌ییز امنیت لپاره د ګډ تفاهم جوړول."