ډیپلومات: ایا په افغانستان کې پاکستاني طالبان د اسلام‌اباد لپاره په نښه کېږي؟

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ

ټاکل شوې نن د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد د افغان کډوالو په اړه د یوه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کوربه وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خپله وېب‌پاڼه کې په دې اړه په یوه مطلب کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پرېنږدي، د هغو میلیونونو بې‌ځايه شویو افغانانو هیلې مړاوې شي چې څه باندې څلور لسیزې په افغانستان کې د جګړو او نا ارامیو له امله په هېواد کې دننه او د سیمې په هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

د وزیرانو په سطحه دغه نړیوال کنفرانس به چې د پاکستان حکومت او (UNHCR) يې نن په ګډه په اسلام‌اباد کې جوړوي، نړۍ ته یو ځل بیا دا پیغام ورکړي چې د هغو میلیونونو افغانانو چې په کډوالۍ کې ژوند تېروي، برخلیک هېر نه‌کړي. هغه کډوال چې له ډېرو سره‌یې دا احساس پیدا شوی چې ښایي نړۍ له پامه غورځولي وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په لیکنه له څه باندې ۴۰ کلونو راپدېخوا افغانان د دوامداره، جګړو، شخړو، نا ارامیو او طبيعي ناورینونو له امله له خپل هېواده تېښتې ته اړ شوي او ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران هم د دغو کډوالو په وړاندې له ډېر سخاوته کار اخيستی او ميلیونونو افغان مېرمنو، سړو او ماشومانو ته‌یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

(UNHCR) لیکي، د دغو کډوالو ستونزې تر ډېره له پامه غورځول شوي او په دې برخه کې د نړیوالو ملاتړ هم ورځ تر بلې په کمېدو دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې اوس وخت شاوخوا څلور ميليونه او ۶۰۰ زره افغانان له هېواده بهر په کډوالۍ کې ژوند کوي.

د دغې ادارې په وینا ۲،۷ ميليونه‌یې په نورو هېوادونو کې په رسمي ډول ثبت شوي کډوال دي. د دغو کډوالو په سلو کې ۹۰ یې په پاکستان او ایران کې اوسي. پاکستان د ۱،۴ ميليونه او ایران هم د یو میلیون قانوني کډوالو کوربانه دي.

د (UNHCR) په لیکنه په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره روانو هڅو د افغان کډوالو په منځ کې بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو هیلې زیاتې کړي او دغه کنفرانس په دې برخه کې د وړاندې تګ یو مهم فرصت ګڼل کېږي.

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونه، "ایا امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي د اسلام‌اباد لپاره په نښه کوي؟"، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې بله پوښتنه داسې راپورته کوي چې ایا پاکستان او متحده ایالات په افغانستان کې د سخت دریځو وسله‌والو په وړاندې یوه خوله دي؟

ډیپلومات لیکي، تېره اوونۍ د پاکستاني طالبانو د تحریک یو شمېر جګپوړي غړي په افغانستان کې ووژل شول. د خپرونې په وینا دا یوازې پاکستاني طالبان نه‌دي چې ورته سخت تلفات اوړي، بلکې د بلې سخت دریځې ډلې، د بلوڅانو د جمهوري غوښتونکي پوځ چې د پاکستان پر ګټو حملې کوي، یو جګپوړی مشر هم څو ورځې مخکې په ایران کې ووژل شو.

د ډیپلومات په لیکنه، د دغو دواړو سخت دریځو ډلو جګپوړي غړي داسې مهال وژل کېږي چې متحده ایالات او طالبان په افغانستان کې د سولې د یوې موافقې لاسلیک کېدو ته نږدې شوي دي.

ډیپلومات خپرونه وړاندې لیکي، په افغانستان او ایران کې د یو شمېر پاکستاني سخت دریځو وژل کېدل په تېرو وختونو کې د ځینو ورته پېښو یادونه کوي، هغه وختونه چې د افغانستان په مسئله کې له واشنګټن سره د اسلام‌اباد مرسته بې‌بیې نه‌ده پاتې شوې او د هغو ډلو په وړاندې چې پاکستان‌یې د ځان دښمنې بولې، اقدام شوی دی.

ډیپلومات لیکي، که مسئله همداسې وي ښایي موږ په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې په وړاندې د یوه پراخ او هدفي کمپاین شاهد واوسو.