نورستانۍ: تر اوسه مو ټولې کړنې قانوني دي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ښکیلو اړخونو وغوښتل چې د یو شمېر محلونو د رایو د بیا شمېرنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د یک شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان خلک د دې ټاکنو وروستۍ پایله غواړي.

هغې زیاته کړه: "زموږ غوښتنه له هغو ډلو څخه چې په دې پروسه کې ښکېل دي دا ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په کړنو باور ولري، زه چې همدا اوس له تاسو سره خبرې کوم تر دا مهاله موږ داسې یو غیر قانوني کار نه دی کړی چې هغه د ټاکنیزو قوانینو خلاف وي، موږ له ټولو خواو غواړو چې له موږ سره ملتیا وکړي او له دې وړاندې نور په تمه نشو پاتې کیدای ددې لپاره چې موږ خپله زیان وینو."

خود ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنۍ ټاکنیز ټیم د یوشمېر محلونو د رایو د بیا شمېر د تحریم ګواښ وکړ.

د دغې ټاکنیزې ډلې یو تن غړي فضل احمد معنوي چې د یک شنبې په ورځ یې په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې خبرې کولې وویل: "موږ له دې بهیر سره تر دې ځای ملتیا وکړه، که قانون پلې شي او د حق غږ واوریدل شي موږ یې مل یو ددې پروسې، که قانون عملي نشي بیا موږ له دې پروسې وځو بیا دې دغه پایلې واخلي په خلکو دې ومني له هغې وروسته چې څه پېښیږي د هغوي مسولیت دی."

د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د یوې برخې د تفتیش بهیر بالاخره له درې ورځې ځنډ وروسته نن یکشنبې بیا ځلې پیل شو.

دغه بهیر، د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ له هغې وروسته کله چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون څارونکو غونډه پرېښوده ودرول شو.