ټاکنو کمېسیون په ۴ ولایتونو کې د رایو بیا تفتیش پیل کړ

ارشیف

که څه هم د ټاکنیزو ډلو له‌خوا د استېنافي شکایتونو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له پرېکړې نږدې دوه اوونۍ تېرېږي، خو اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په ۴ ولایتونو کې د رایو تفتیش پیل شوی دی.

د دې کمېسیون یو ویاند ذبیح الله سادات د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سرپل، هلمند، کندهار او کابل هغه ولایتونه دي چې د رایو بیا تفتیش په کې پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه: "موږ خپله وروستۍ هڅه کوو چې هر څومره ژر کېږي، دا بهیر پای ته ورسېږي، مګر بیا هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، ټاکنیزو ډلو او پر ټاکنو د څار بنسټونو همکارۍ ته اړتیا ده، څو له دې پروسې څارنه وکړي. "

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نږدې اوونۍ وړاندې خپله پرېکړه د عملیاتي پلان د چمتو کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپاره.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د ۱۳۷۶۳۰شکمنو رایو څخه ۱۰ سلنه او د ۱۰۲۰۱۲ له وخته د مخکې کارول شویو رایو ۱۵ سلنه په ځانګړي ډول تفتیش کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ۳ سوه زره جنجالي رایو په اړه د ټاکنیزو ډلو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ترمنځ ستونزې را پورته شوي او یو شمېر ټاکنیزو ډلو د دې رایو د باطلېدو غوښتنه کړې.

بل‌خوا د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم یو ویاند رضوان مراد وايي، دوی د ټاکنیزو کمېسیونونو له هر ډول پرېکړې ملاتړ کوي او د دوی څارونکي عملا د رایو د بیا تفتیش بهیر څاري.

خو د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې بیا دا بهیر تحریم کړی دی او ویاند یې فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، دوی به د رایو د بیا تفتیش بهیر کې ګډون و نه وکړي.

ښاغلی ځوخون وايي، تر کومه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ګډون ټول ښکېل لوري په دې بهیر کې ګډون و نه کړي، دوی د رایو د بیا تفتیش له بهیر څخه څارنه ونه کړي.

د ټاکنو کمېسیون د ټولو لوریو ګډون مهم ګني خو وايي، که کومه ټاکنیزه ډله په کې اشتراک و نه کړي، دا پروسه به په عادي ډول مخ‌ته ولاړه شي.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم له دې بهیر څخه د څارنې خبر ورکوي.

دغه راز د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجراییه رییس محمد نعیم ایوب‌زاده بیا وايي، د ټاکنو کمېسیون باید هر څه ژر دا بهیر بشپړ او د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي.