اشرف غني: طالبان دې د ټاکنو له لارې واک ته ځان ورسوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي که طالبان غواړي د خپل قدرت بنسټ پياوړی وښيي نو باید د ټاکنو له لارې واک ته د رسېدو فکر ولري.

ښاغلي غني د مونیخ په امنیتي کانفرانس کې ویلي افغان ټولنې نوره سخت دریځي رد کړې او په ټولنیزو ازادیو باور لري.

هغه زیاته کړه: "زما په نظر افغانانو په فکري لحاظ سخت دریځي رد کړې ده که طالبان ملاتړ لري نو ولې دوی له ټاکنو وېره لري زه دوی ته چلنج ورکوم تاسې هلمند، پکتیا یا کندهار کې یو کس نوماند کړی چې ټاکنې وړي او که نه؟ یا د شمال یوه ولایت ته راشی په ځانګړې توګه راشي کابل ته او ټاکنو ته ودرېږی که خلکو رایه درکړه او واک ته ورسېدې، زه درته وایم چې ريښتیا هم د قدرت بنسټ لرې ټوپک د قدرت بنسټ نه دی.

ښاغلي غني ګلبدین حکمتیار د بېلګې په توګه یاد کړی چې لومړی یې خلکو په ځانګړې توګه ښځو له بېرته راتګه وېره درلوده، خو اوس ټاکنو ته ولاړ دی او هره ورځ رسنیو کې څرګندېږي.

محمد اشرف غني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې اسوشیټیډ پرس اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړى، چې نن يکشنبه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو هوکړه رسماً اعلان شي.

ځينو کسانو چې له پلانه خبر دي، اژانس ته ویلي چې د تاوتریخوالي د کمولو موافقه له سبا، دوشنبې عملي کېږي.

تر دې مخکې د افغانستان حکومت د تاوتريخوالي د کمولو پرځاى له طالبانو دايمي اوربند غوښتنه کړې وه.