ایران: یو اس دوه ځله نه خرڅېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف مونیځ کنفرانس کې د خبرو پرمهال

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ونالد ټرمپ که چېرې داسې فکر کړی وي چې د فشار د زیاتولو کمپاین به د تهران د رژیم د سقوط سبب شي، نو سمه مشوره نه ده ورکړل شوې.

محمد جواد ظریف دا خبره پرون په مونیخ کې نړیوالې امنیتي غونډې ته په وینا کې کړې ده.

محمد جواد ظریف: "لکه څرنګه چې ما درته وویل، ولسمشر ټرمپ ته قناعت ورکړ شوی چې دایران رژیم د سقوط په حال کې دی نو هغه نه غواړي چې د سقوط په حال کې له یوه رژیم سره خبرې وکړي، خو زه فکر کوم چې هغوي غلط دي، هغوی وایي چې په ایران کې درژیم تغیر یې مطلب نه دی خو هغوی له تېرو ۴۱ کلونو دا غواړي او په دې کې ناکام شوي دي، هغوی باید دا ومني چې ایران په دې سیمه کې یو حقیقت دی."

د امریکا ولسمشر په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقه ووت او ویې ویل چې کمزورې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې له امریکا سره پر هغه اټمي موافقه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوې وه، له سره مذاکرې نه کوي.

ظریف وویل، پر هغې خبرې شوې دي، یو اس دوه واره نه خرڅېږي.