ارګ: د ملا برادر خوشې کول د سولې بهیر څخه د ملاتړ په معنی نه ده

محمد اشرف غني مونیخ کې په نړیواله امنیتي غونډه کې د وینا پرمهال

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په مونیخ کې په نړیواله امنیتي غونډه کې د وینا پرمهال، وویل چې د ملا عبدالغني برادر خوشې کول دا معنی نه لري چې پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

غني وویل چې پاکستان باید پر دوو مهمو مسئلو خبرې ورسره وکړي.

اشرف غني: "پرېکړه لا هم پاکستان ته پاتې ده، د ملاعبدالغني برادر خوشې کول د سولې د بهیر د ملاتړ معنی نه لري، هغه یو فرد دی، موږ صادقانه بحث غواړو چې دوه اړخه لري، یو د طالبانو د پناه ځایونو بندول او دوهم د سیمېز امنیت لپاره ګډ تفاهم."

اشرف غني وویل یوازې دا نه ده چې طالبان ځان په رسمیاتو کې له القاعده جلا کړي، بلکه ډېره مهمه ده چې له ټولو تروریستي شبکو چې د افغانستان هر ګاونډي او نړیوال قدرت ته ګواښ پېښوي لرې شي.