د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د چین خبرداری

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په ټوله نړۍ کې تر اووه شپیته زره ډېر کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

هغه کسان چې پېکېنګ ته ستنېږي، څوارلس ورځې اجباري قرنطین کېږي.

چینایي چارواکي هڅې کوي چې د کرونا ویروس د لا زیاتې خپرېدا مخه ونیسي.

بیجېنګ ډیلي ورځپاڼې نن خبر ورکړ، که چا له قرنطین کولو ډډه کوله مجازات به شي.

خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د اجباري قرنطین پروګرام به څرنګه پلی کېږي.

د دې اخیستونکې ناروغۍ د تلفاتو شمېر په چین کې یو زر پنځه سوه درویشتو ته ورسېد.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په ټوله نړۍ کې تر اووه شپیته زره ډېر کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.