سوریه کې یو پوځي هیليکوپټر ویشتل شوې

دا په یوه اونۍ کې د سوریې او ترکیې ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره د سوريې د پوځ دویمه هیليکوپټر ده چې وویشتل شوې ده.

د سوریې حکومت پرون تائید کړه چې یو پوځي هیليکوپټر یې د حلب په فضا کې ویشتل شوې ده.

حلب د سوریې په شمال لویدیځ کې د رژیم د مخالفو وسله والو وروستی سنګر دی.

د سوریې دولتي خبري اژانس ویلي چې یو پوځي هیليکوپټر په مزايل ویشتل شوی او ټول په کې سپاره کسان وژل شوي دي.

دا په یوه اونۍ کې د سوریې او ترکیې ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره د سوريې د پوځ دویمه هیليکوپټر ده چې وویشتل شوې ده.

د سوریې دولتي خبري اژانس ویلي چې د حکومتي ځواکونو هیليکوپټر هغې سیمې ته نږدې ويشتل شوی چې د ترکیې پلوي، د ازادۍ د ملي جبهې وسله وال فعال دي.

د ترکیې ځواکونو او د سوریې حکومتي قواوو چې روسیه یې ملاتړ کوي، په دې سیمه کې څو واره نښتې کړې دي.

واشنګټن پر انقرې غږ کړی چې د روسیې فعالیتونو ته د خپلو لویدیځو متحدانو له نظره وګوري.