د کابل په دوو سیمو کې نشه‌یي مواد ونیول شول

آرشیف

په کابل ولایت کې څه د پاسه ۲۰ کیلوګرامه هیروئین او نشه‌يي ګولۍ ونیول شوې.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: "په لومړۍ پېښه کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې ۲۰ کیلو او ۷۶۰ ګرامه هیروئین ونیول. دا نشه‌يي مواد او قاچاق کوونکي د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې له ۲۰ ورځو راهیسې د پولیسو له‌خوا په خاص ډول څارل کېدل، دوی د عملیاتو په نتیجه کې څه د پاسه ۲۰ کیلوګرامه هیروئینو سره ونیول شول."

په دوهمه پېښه کې د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند سیمې په یوه کور کې ۳۶۹۰ ټابلېټ (K) ګولۍ ونیول شوې.