له بندرونو شړل شوې سرګردانه سیاحتي بېړۍ وچې ته ورسېده

ټاکل شوې وه چې د ویسټرډام په نوم دا بېړۍ د ۲۲۵۷ سپرلیو او عملې سره ۱۴ ورځې په ختیځه اسیا کې وګرځي.

د هغې سرګردانې سیاحتي بېړۍ سپرلیو ته په کمبودیا کې له بېړۍ د ښکته کېدو اجازه ورکړل شوې چې د کرونا وایروس له وېرې په اسیايي هېوادونو کې له بندرونو شړل شوې وه.

د کمبودیا صدراعظم هون سین د جمعې په ورځ د دې بېړۍ لومړنیو هغو سلو سیلانیانو ته هرکلی ووایه چې په سمندر کې له دوو اوونیو سرګردانۍ وروسته د دې هېواد په سیهانوکویلې بندر کې وچې ته ښکته شول.

ټاکل شوې وه چې د ویسټرډام په نوم دا بېړۍ د ۲۲۵۷ سپرلیو او عملې سره ۱۴ ورځې په ختیځه اسیا کې وګرځي.

دا سفر له هانګ کانګ پیل شو او د فبرورۍ په ۱۴مه باید د جاپان په یوکوهاما کې پای ته رسېده، خو په جاپان، ګوام، فیلیپین، تایوان او تایلنډ کې ورته له دې وېرې چې ګوندې په کرونا وایروس اخته کوم کس په‌کې دی د داخلېدو اجازه ورنه‌کړل شوه.

دې وایروس تر اوسه پورې په چین کې نږدې ۱۴۰۰ کسان وژلي او تر ۵۸ زرو زیات نور پرې اخته شوي دي.

کمبودیا چې د چین نږدې متحد دی او له بیجېنګ څخه زیاتې مرستې ترلاسه کوي، په دې اوونۍ کې یې وویل چې دا بېړۍ د دې هېواد په سیهانوکویلې بندر کې لنګر اچولی شي.

د کمبودیا صدراعظم ویلي دا کار یې په بېړۍ کې د سپرو کسانو بشري حقونو ته د درناوي په خاطر کړی دی.

وروسته له هغې چې د دې هېواد روغتیايي چارواکو وویل بېړۍ کې په کرونا وایروس د اخته کېدو هېڅ پېښه ونه‌موندل شوه چارواکو ویلي د بېړۍ ټولې سپرلۍ دغلته ښکته کېدای شي.