امریکايي ځواکونو حوثي وسله‌والو ته لېږدوونکې ایرانۍ وسلې نیولي

وسلې او وسلو پرزې چې امریکايي سمندري ځواکونو موندلي

د امریکا سمندري ځواکونو پرون د فبرورۍ په ۱۳مه اعلان وکړ چې داسې وسلې او د وسلو پرزې یې موندلي چې په ایران کې ډیزاین او جوړې شوي او په یمن کې حوثي وسله‌والو ته ورکول کېدې.

وسلې د عربو په سمندر کې په یوه نسبتاً وړه، بادبان لرونکې بېړۍ کې چې عرب (داو) ورته وايي، موندل شوې دي.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلې په بېړۍ کې یې تر ۱۵۰ زیات میزائيل چې (دهلوي نومېږي) او د ټانک ضد دي، موندل شوي دي.

د امریکا د سمندري ځواکونو په اعلامیه کې لیکل شوي چې په داو کې درې د ایران ساخت میزائيل موندل شوي چې له ځمکې هوا ته ویشتل کېږي.

په بیان کې راغلي چې دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر هغه پرېکړه‌لیک تېری دی چې پر حوثي شیعه وسله‌والو يې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د وسلو خرڅلاو یا له هغوی سره د وسلو مرسته تحریم کړې ده.