د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د جنجالي رایو د سمپلونو تفیش پیلوي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې سیستم ته د انتخاباتي معلوماتو د لېږد مرکز.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ښایي نن د جنجالي رأیو د سمپلونو د تفیش بهیر پيل کړي.

دې کمېسیون پرون هم ورته ژمنه کړې وه، خو بیا یې د ورځې په وروستیو کې وویل چې د سمپلونو د اخیستلو د څرنګوالي په برخه کې د ابهاماتو له امله دا بهیر وځنډېد.

پرون د بهیر تر ځنډېدو مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حق‌پرست ازادي راډیو ته وویل: "تر ډېره پورې دا فیصلې له مرکزي دفتر سره ارتباط لري، اما کېدای شي چې موږ په ۲۱ ولایتونو کې تقریباً تفتیش او بیا شمېرنه ترسره کړو."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د فیصلې پر اساس د ۱۳۷ زره مشکوکو رایو ۱۰ فیصده او له وخته بهر د ۱۰۲ زره رایو ۱۵ فیصده د سمپل یا نمونې په توګه اخیستل کېږي او له هغې وروسته تفتیش کېږي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د فیصلې پر بنسټ د جنجالي رایو د سمپلونو له تفتیش او بیا شمېرنې وروسته که چېرته ۶۵ فیصده‌یې ټاکل شوي انتخاباتي معیارونه پوره کړي، نو معتبرې ګڼل کېږي او که چېرته معیارونه پوره نه‌کړي، نو ټولې جنجالي رایې به له سره تفتیش او بیا وشمېرل شي.