کرونا په شانګهای کې د 'اېف‌ای‌اې' سیالۍ د لغوه کېدو لامل شو

د چین شانګهای ښار کې خلک له ماسکونو سره

په شانګهای کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د فرمول یک (FIA) سیالۍ لغوه شوې دي.

د ډېلي مېل په وینا د (FIA) فدراسیون اعلان کړی چې دغه لوبې چې ټاکل شوې وه تر دوو میاشتو پورې ترسره شي د کرونا ویروس له امله لغوه شوې دي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې دغه لوبې به بیا کله ترسره شي.

د راپورونو له مخې په چین کې د کرونا ویروس له امله د نجونو د فوټبال کورنۍ سیالۍ هم ځنډېدلې دي.