ولې ښځې خپلې ناروغۍ له خسرګنۍ پټوي؟

ارشیف

'نیمه نړۍ' خپرونه کې د ښځو د روغتیايي ستونزو په هکله بحث شوی دی.

افغانې ښځې تل په افغاني ټولنه کې له یو لړ محدودیتونو سره لاس او ګرېوان دي چې کله نا کله دغه محدودیتونه دوی خپله د خپلو ناسمو باورونو له کبله ځان ته جوړوي.

یو له هغو نه د ښځو روغتیایي ستونزې دي چې دوی یې له کورنۍ نه، په خاصه توګه له خسرګنۍ څخه پټوي.

ایا تاسو هم خپلې ناروغۍ له کورنۍ پټوئ؟

که روغتیایي ستونزې په وخت درملنه نه‌شي د نورو ناروغیو لامل به وګرځي؟

د ښځې د روغتیایي ستونزې په وړاندې د خاوند مسؤلیت څه دی؟

د دې ټولو پوښتنو ځواب به په همدې خپرونه کې واورئ چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د نیمې نړۍ خپرونه


جوړوونکې: نوریه جبارخېل