په فراه ولایت کې ۶۰ زره نیالګي کېنول کېږي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د فراه ولايت چارواکي وايي په پام کې لري سږکال د يوه کمپاين په لړ کې ٦٠ زره نيالګي کېنوي.

د فراه د والي مرستيال مسعود بختور پرون ازادي راډيو ته وويل: "سږ کال به د نورو کلونو په څېر بيا هم په فراه کې د نيالګيو کېنولو لويه پروسه ترسره شي. دا وار مو دا پروسه ملي کړې ده د فراه له اوسېدونکو او رياستونو مې غوښتنه ده چې مرسته وکړي."

د کابل په ګډون په اکثرو ولايتونو کې هر کال د نيالګيو کېنولو کمپاينونه کېږي، خو دغه نيالګي د نه‌څارل کېدو له کبله وچېږي.