امریکا: د سټلايټ له توغولو د ایران هدف د باليستيک راکټونو پراختیا ده

ايران د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ځمکې مدار ته د ظفر په نوم د ايران ساخت سټلايت توغول ناکام شول.

د امريکا متحده ايالاتو ايران تورن کړى چې د سټلايټ له توغولو د باليستيک راکټونو د پراختیا لپاره کار اخلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ايران د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ځمکې مدار ته د ظفر په نوم د ايران ساخت سټلايت توغول ناکام شول.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پرون سې شنبه په يوه اعلاميه کې وويل: "هغه ټکنالوژي چې د مصنوعي سپوږمکۍ د توغولو لپاره کارول کېږي، د قاره ويشتونکو باليستيک راکټونو په ګډون د اوږد واټنه راکټونو سيستمونو ته د بدلولو وړ دي."

د مايک پومپيو په خبره، هره بريالۍ يا ناکامه ازموينه ايران ته له هغو دستګاوو د کارونې تجربه ورکوي چې کولاى شي د سوله‌ييز پروګرام تر چتر لاندې د باليستيک توغنديو په پروګرام کې وکارول شي.

ايران دا تورونه رد کړي چې د مصنوعي سپوږمکۍ توغول‌يې د باليستيک توغنديو د پراختیا لپاره وي.