سټولټنبرګ: وسله‌وال طالبان د جګړې میدان نه‌شي ګټلی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ ویلي چې وسله‌وال طالبان د جګړې میدان نه‌شي ګټلئ او باید د تشدد د کمولو تعهد وکړي.

سټولټنبرګ نن د فبرورۍ په ۱۱مه، په بروکسل کې په خبري غونډه کې وویل چې طالبان باید ثابته کړي چې صادقانه د افغانستان د سوله‌ییزې راتلونکې لپاره تعهد لري.

د ناټو عمومي منشي په کابل کې نننۍ چاودنه په شدت غندي.

سټولټنبرګ وویل چې داسې حملې د افغانستان د بحران د سوله‌ییز حل پر ضرورت ټينګار کوي او دا چې ناټو تړون به د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو تړون د غړو هېوادونو دفاع وزیران سبا او بله ورځ په بروکسل کې خبرې کوي.

د ناټو تړون عمومي منشي د دې غونډې په اړه وویل: "موږ به د ټولو هغو غړو هېوادونو له وزیرانو سره وګورو چې په افغانستان کې عسکر لري. زموږ د غوڅ ملاتړ مأموریت بدلون راولي، له ټولو ستونزو سره هم زړور افغان امنیتي ځواکونه پياوړي کېږي او د سولې لپاره شرایط برابروي."

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هڅې ستايي او دا چې د ناټو غړي هېوادونه به پر دې چې د افغانستان د سولې پروسه چېرته رسېدلې او څرنګه همکاري ورسره کېدلائ شي، خبرې وکړي.