راتلونکې میاشت افغان کرکټ ملي لوبډله ایرلنډ سره لوبې کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ۳ نړېوالو شل اوریزه لوبو ترسره کولو په موخه نن سهار له کابل څخه هندوستان ته روانه شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به په هندوستان کې له شاوخوا دریو اونیو تمریناتو وروسته د مارچ په ۶، ۸ او ۱۰نېټه له ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې سره درې نړېوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د ښاغلي هوتک په خبره دغه لوبې به د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په ګریټر نویډا کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د یو بل خبر له مخې پیلونشکی توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ او دغه راز ورو توپ اچونکی شفیق الله غفاري، هغه دوه افغان لوبغاړي دي چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام په لوبو کې غوره لوبغاړي پېژندل شوي دي.